بلخ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ کورنیو ته مرسته وویشل شوه!
نن د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وري په ۱۸مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته له ترکیې د ترکیې سرې میاشتې په هڅو افغانستان ته رالېږدول شوې وه.