بلخ؛ د ۲۲۴ کاریګرو د کارموندنې لپاره د ۸.۲ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۲۳
Bl

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ په خیر آباد کلي کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه د ۸.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوه.

د دغې پروژې له لارې به ۲۲۴ بېوزله هېوادوال د یوې میاشتې لپاره پر کار وګومارل شي، چې له مخې به یې هر مسلکي کاریګر ته د ورځې ۱۰۰۰ افغانۍ او هر غیر مسلکي کاریګر ته ۵۰۰ افغانۍ مزد ورکړل شي.

په دې پروژه کې د اوبو د کانالونو د بستر کانکرېټول، د کانالونو پاکول او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د محافظتي دېوال جوړول شامل دي.

د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې شاوخوا ۱۶ زره جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو اسانتیا برابره او د اوبو د ضایع کېدو کچه راکمه شي.

دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي او موخه یې د کارموندنې له لارې د اړمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ او د اوبو لګولو د اسانتیاوو له لارې د سیمې د خلکو د معیشت ښه کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۲۳
Background image

بلخ؛ د ۲۲۴ کاریګرو د کارموندنې لپاره د ۸.۲ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ په خیر آباد کلي کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه د ۸.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۹:۳
Background image

ننګرهار؛ تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۱۳ ربیع الاول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۲۲۷ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۸:۵۷
Background image

پکتیکا؛ پر ۱۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۲ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۱۵۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یا. . .

BACK TO NEWS