بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د رواني ناروغانو د ساتنې مرکز ارزونه وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۲
B

چهارشنبه، ۱۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ارزونه وکړه.

د ارزونې پر مهال، نوموړي د رواني ناروغانو لپاره د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو کیفیت، د تفرېح ځایونه، پخلنځی، د پخو خوړو د وېش بهیر او د استوګنځایونو وضعیت له نږدې وڅېړه.

ښاغلي مرستیال مسؤولینو ته له ناروغانو سره پر ښه او انساني چلند، د هغوی اړتیاوو ته پر وخت رسېدنې او د پاکوالي په برخه کې پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ او د مرکز د کارکوونکو هڅې یې وستایلې.

همدارنګه، نوموړي د مرکز د مسؤولینو له لوري د موجوده ستونزو راپور واورېد او ډاډ یې ورکړ، چې د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي، څو ستونزې په اساسي ډول حل او د مرکز خدمات لا اغېزمن او منظم شي.

تمه ده، چې د مشرتابه له لوري دا ډول لیدنې، ارزونې او سپارښتنې به د مرکز د فعالیتونو د لا ښه‌ والي، د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د ناروغانو اړتیاوو ته د پر وخت او اغېزمنې رسېدنې په برخه کې مهم او مثبت اغېز ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS