بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال: د بې‌ سرپرستو او اړمنو خدمت زموږ اساسي مسؤولیت دی

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۲۴
L

چهارشنبه، ۱۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، بلخ ولایت ته د خپل سفر په دوام د شمال زون په کچه د دې زون ریاست، د بلخ نماینده ګۍ، مرستون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز له مسؤولینو او کارکوونکو سره ناسته وکړه.

په ناسته کې ښاغلي مرستیال د افغاني سرې میاشتې د بشرپاله فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د ترسره شویو خدمتونو ستاینه یې وکړه. نوموړي له ګډونوالو جدي غوښتنه وکړه، چې کارکوونکي دې خپلې دندې د اخلاص، صداقت او رښتینولۍ پر بنسټ ترسره کړي، څو مسؤولیتونه په ښه توګه ادا او د اړمنو هېوادوالو په حق کې خپله وجیبه پر ځای کړي.

همدارنګه، هغه د اداري چارو د ښه تنظیم لپاره د سلسله‌ مراتب پر مراعاتولو، د مسؤولینو د لارښوونو پر عملي کولو او د سپارل شویو دندو د سمې اجراء پر اهمیت ټينګار وکړ. 

ښاغلي مرستيال زیاته کړه، چې د بې‌ سرپرستو کونډو، یتیمانو او اړمنو هېوادوالو خدمت زموږ اساسي مسؤولیت دی او اړتیا ده، چې د یاد قشر خدمت ته لا زیاته پاملرنه وشي.

په پای کې يې د مسؤولینو او کارکوونکو نظرونه او ستونزې واورېدې او د حل لپاره یې د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.

د مشرتابه دا ډول مستقیمې ناستې د ادارې د کارونو په ښه تنظیم، د خدمتونو په ښه‌والي، د کارکوونکو د مسؤولیت احساس په پیاوړتیا او د مسلکي روحيې په لوړولو کې ګټورې تمامېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS