بلخ؛ د ازبکستان ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه
سې شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷
په بلخ ولایت کې د ازبکستان له لوري د خوراکي توکو ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.
دغه مرسته په داسې حال کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ګڼو کورنیو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي او زرګونه کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په دې مرسته کې ۹۶ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریژې، ۲۲ ټنه نخود، ۲۲ ټنه بوره، ۲۲ ټنه مکروني، ۱۵ زره لېټره غوړي، ۱۰ زره قوطۍ د پخې غوښې کانسرو، بسکویټ او یو شمېر نور اړین خوراکي توکي شامل دي، چې موخه یې د سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو لاسنیوی دی.
ټاکل شوې ده، چې یاده مرسته به په نږدې راتلونکي کې پر سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو په شفاف او منظم ډول ووېشل شي.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو او ناورینونو پر مهال د زیانمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره د کورنیو او نړیوالو بشري همکاریو پراختیا مهمه ګڼي.
