بغلان !
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د ۸ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. یاده مرسته کې ټولټال ۲۵ ټنه اوړه، ۱۲،۲ ټنه وریژې، ۵۰۰۰ لیتره غوړي، ۴ ټنه لوبیا، ۲،۵ ټنه بوره، ۱ ټن مالګه او ۵۰۰ کیلو شین چای شامل وو.
