بغلان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته و وېشل شوه!

د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په مرکز کې هغو اړمنو او بېوزلو ۳۰۰ کورنیو ته، چې سروې یې پخوا ترسره شوې وه درې بستې توکي، چې په دوه بستو خوراکي توکو کې ۲۵ کیلو اوړه، ۲ کیلو لوبیا، ۱ کیلو مالګه، ۵ کیلو وریژې، ۱ قوطی روب، ۱ کیلو دال، ۲ کیلو بوره او په غیر خوراکي توکو کې ۲ تختې کمپلې، ۱ پطلون، ۲ بنیان او ۱ دانه یخن قاق شامل و د شمال شرق زون د رییس ښاغلی محمدشفیع هجرت، د بغلان استازولۍ رییس ښاغلی ډاکټر جان محمد، رسنیو او یوشمېر رضاکارانو او کارکوونکو په شتونکې و وېشل شول.د مرستو د وېش لړۍ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د شمال شرق زون د رییس ښاغلي محمد شفیع هجرت په وینا او د خپرونو د مدیر له لوري د نشراتو په اړه د پوهاوي له معلوماتو ورکولو وروسته پیل شوه .