بغلان؛ د پېښو مديريت د ظرفيت لوړونې روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۸:۳۶
بغلان؛ د پېښو مديريت د ظرفيت لوړونې روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱۸ رجب ۱۴۴۷ د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په نماینده‌ګۍ کې ۲۰ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو پېښو پر مهال د اغېزمنو او چټکو اقداماتو، زیانمنو شوو وګړو سره د مرستو د څرنګوالي او د نغدو پیسو لېږد د معیاري اصولو په اړه په نظري او عملي ډول هر اړخیز معلومات ورکړل شول. د دې روزنیز ورکشاپ موخه د ناورینونو او بېړنیو حالاتو پر مهال، زیانمنو شوو وګړو ته پر وخت، اغېزمن او مسلکي توګه د خدمتونو وړاندې کول وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۶
Background image

خوست کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

ميدان وردګ؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ١٣ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS