بدخشان، غزني، نورستان کې د عامه پوهاوي ورکشاپونه!
د افغاني سرې میاشتې له لورې د نشراتي ناستو په لړ کې، د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ، غزني ولایت دهیک ولسوالۍ او نورستان ولایت مرکز پارون اړوند سټيوي کلې کې، ټولټال ۱۱۶ تنه ځوانانو او مشرانو ته بېلا بېلې نشراتي غونډې جوړې شوې. په یادو غونډو کې د نشراتو مدیرانو له لورې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې او غورځنګ تاریخچه، اصول، نښانونه، او د افغاني سرې میاشتې چوپړونه تشریح شول. همداراز د غونډې ګډونوالو ته د زړه سوري، د جسدونو انتقال او غړیتوب سیستم په اړه معلومات ورکړ شو.