افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۱ تنه ماشومان روغتونونو ته ور وپېژندل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۱:۱
افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۱ تنه ماشومان روغتونونو ته ور وپېژندل!

افغاني سره میاشت د اړمنو او بېوزلو لاسنیوی خپل مسئولیت ګڼي، په همدې موخه یې نن سه شنبه د ربیع الثاني پر ۱۳مه د هغه هوکړه لیک پر بنست، چې کابل کې یې د فرانسویانو او حاجي امیرزاده روغتونونو سره لاسلیک کړی؛ یو ځل بیا د عملیات او درملنې په موخه د سوري زړه په ناورغۍ اخته ۳۱ تنه ناروغ ماشومان ور وپېژندل.

د ناروغانو د سپارلو پر مهال د یادو روغتونونو د زړه د څانګې مسئولینو ژمنه وکړه، چې په پوره غور سره به د ورپېژندل شویو ناروغانو درملنه کوي.د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم کابل کې د فرانسویانو، ګلوبل، آريانا او باسط روغتونونو ته ورته ناروغان ورپېژندل شوي وو، د یادو ناروغانو پر درملنه د بيمارۍ وخامت ته په کتلو له ۷۵۰ څخه ۲۳۵۰ امریکایي ډالرو پورې لګښت راځي، چې ټول مصرف يي د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

 

افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۱ تنه ماشومان روغتونونو ته ور وپېژندل!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۹:۰
Background image

بلخ؛ ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته د ازبکستان هېواد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس او د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي جوهانس بروور له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۵۷
Background image

پروان؛ یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په مرستون کې یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

په دغې مرستې کې شپږ کمپلې، شپږ توشکې، شپږ. . .

BACK TO NEWS