افغاني سرې مياشتې کونړ ولایت نورګل او څوکۍ ولسوالیو کي د ۸۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سروې تر سره کړه!
د بشري مرستو په موخه او د ژمي په درشل کې افغاني سرې مياشتې د کونړ ولایت د نورګل او د څوکۍ ولسوالیو په بیلابیلو سيمو کې د ٨٠٠ زلزله ځپلو کورنيو سروې د ربيع الاول په ٦مه پاى ته ورسوله.د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغاني سرې میاشتې له لورې بشري مرستې ترسره شوې وې چې دا لړۍ دوام لري او په نږدې راتلونکي کې به د افغاني سرې میاشتې له لورې ۵۰۰ سروي شویو کورنیو سره نغدي مرستي او پاتې ۳۰۰ کورنیو ته به د کور د جوړښت مرسته وشي.
