افغاني سرې مياشتې د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ د زرګرانو په سيمه کې د عامو وګړو د خدمت په موخه نوى ګرځنده روغتيايي ټيم پرانيست!
افغاني سره مياشت تل هڅه کوي تر څو اړمنو او پېښځپلو وګړو ته خوراکي توکو ترڅنګ روغتيايي خدمات وړاندې کړي. په همدې موخه د ربيع الثاني مياشتې په ٧مه نېټه د شاجوی ولسوالۍ په یوه لرې پرته زرګرانو سیمه کې د روغتیایي خدمتونو په موخه یو نوی روغتیایي ټیم پرانیست، چې د یادې سیمې وګړو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.