اطلاعیه!
په پام کې ده افغاني سره میاشت مرکزي دفتر ته څېرمه (۸۹۹۵.۹۰) متره ځمکه له اسکېج سره سم داوطلبۍ ته وسپارې.
ټول هغه سوداګریز، ودانیز او لوژستیکي شرکتونه، چې په اړونده برخه کې فعالیت ترسره کوي؛ کولای شي د تړون په موخه خپل وړانديزونه د افغاني سرې میاشتې ریاست ته وسپاري او خپله د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۱۴ ورځو مراجعه وکړي، د ګډون کولو د حق پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دي، چې نغدې اخیسل کېږي.
پته: سیلو، افشار د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر