ارزګان ولایت د افغاني سرې میاشتې له لوري یو باب فرعي کلینیک پرانېستل شو
د ارزګان ولایت د افغاني سرې میاشتې نماینده ګۍ په ریاست کې د فرعي کلینیک پرانېسته د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین" ترابي" له لوري یې پرانېسته د پټۍ په پرې کولو سره یاد کلینیک د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب له لوري پرانسیتل شو. د کلینیک د پرانیستې پر مهال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د یاد کلینیک په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له همکارو ډونرانو یې مننه وکړه. ددې ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د ارزګان ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ټولو برخو څخه لیدنه ترسره کړه!