آريانا روغتون ته ۲۲ تنه د ﺯړه په سوري اخته ماشومان د عملياتو او علاج په موخه ور وپيژندل شو!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۲۳:۴۷
آريانا روغتون ته ۲۲ تنه د ﺯړه په سوري اخته ماشومان د عملياتو او علاج په موخه ور وپيژندل شو!

افغاني سره میاشت تل هڅه کوي؛ ترڅو د هغو بيوﺯلو کورنیو لاسنیوى وکړي، چې د خپلو بچيانو د درملنې وس نلري. په همدې موخه نن پنجشنبه د جمادی الاول پر ۱۴مه افغاني سرې مياشتې یوځل بیا د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۲ تنه ماشومان د درملنې په موخه آریانا روغتون ته ورپېژندل. د یادو ناروغانو د ناروغۍ وخامت ته په کتو په هر تن له ۷۵۰ تر ۲۳۵۰ ډالرو لګښت راځي، چې ټول د افغاني سرې مياشتې له لورې ورکول کيږي. د يادونې وړ ده چې د سږکال په جريان کې تر اوسه ۴۱۱ تنه د ﺯړه په سورې اخته ماشومان د افغاني سرې مياشتې په مرسته تداوي شوي او کورنيو ته يي خوشالي وربخښلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS