کابل؛ افغاني سرې میاشتې ته د ۲۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت څلور لنډکروزر موټر وسپارل شول
سې شنبه، ۲۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸
افغاني سرې میاشتې ته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري درې او د ترکیې سرې میاشتې له لوري یو لنډکروزر موټر وسپارل شول، چې ټولیز ارزښت یې ۲۸ زره امریکايي ډالر کېږي.
د موټرو د سپارلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او د ترکیې سرې میاشتې له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
نوموړي وویل چې له یادو موټرو څخه به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د خدمت او زیانمنو کورنیو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره کار واخیستل شي، په ځانګړي ډول هغو لرو پرتو سیمو ته د تګ لپاره چې عادي موټرونه ورته په اسانۍ لاسرسی نه شي کولی.
ښاغلي دلاور دغه ډول مرستې د بشري فعالیتونو د پر وخت ترسره کېدو او اړمنو خلکو ته د مرستو د رسولو په برخه کې اغېزمنې وبللې.
په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي حسام فیصل وویل چې که څه هم دا مرسته محدوده ده، خو د زیانمنو او اړمنو خلکو لپاره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې به اغېزمنه وي. نوموړي د اړمنو کورنیو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د همغږۍ او همکاریو ستاینه وکړه او له راستنېدونکو او اړمنو کورنیو سره یې د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
په افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې رئیس ښاغلي نعیم الله کریمي وویل چې د یادو موټرو مرسته د ترکیې او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د دوامدارو همکاریو یوه برخه ده.
نوموړي زیاته کړه چې ترکیې سرې میاشتې له تېرو کلونو راهیسې د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ له اړمنو او زیانمنو خلکو سره بشري مرستې ترسره کړې دي او په تېر کال کې یې هم له دې ادارې سره په ګډه مرستې وېشلې دي.
ښاغلي کريمي وويل چې د ترکیې سره میاشت پلان لري چې سږ کال هم له راستنېدونکو کورنیو سره د ژمنیو توکو په برخه کې مرستې وکړي.
