کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
شنبه، ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ د ډنمارک او ناروې سرو صلیبونو او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې د ننګرهار، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، هرات او نیمروز ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو ۲۵ تنه روغتیاپالان پکې ګډون لري.
د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح الله عبدالسلام وویل، چې د انسان ژوند او روغتیا تر هر څه ډېر ارزښت لري او روغتیاپالان باید د ناروغانو د درملنې او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال خپلو دندو ته پوره پاملرنه وکړي.
نوموړي د درملو د سمې کارونې پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې ناروغانو ته د درملو په اړه لازمې لارښوونې وکړي، د درملو د تنظیم او وېش چارې په منظم ډول ترسره کړي او له دې روزنې څخه په عملي ډګر کې اغېزمنه ګټه واخلي.
په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د درملو د معقول استعمال، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په کچه د درملو د تنظیم او ساتنې، میاشتني راپور ورکولو او ناروغانو ته د درملو د کارونې د لارښوونې په اړه زده کړې ورکول کېږي.
همدا راز، ګډونوالو ته د درملو د ثبت او تنظیم، د اړتیا له مخې د درملو د غوښتنې او ناروغانو ته د درملنې د طریقې، اندازې او وخت د ښودلو په اړه عملي روزنه ورکول کېږي.
د دې روزنیز ورکشاپ موخه د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو د مسلکي پوهې او عملي وړتیاوو لوړول او ناروغانو ته د درملو د معقول استعمال او سمې لارښوونې په برخه کې د هغوی د ظرفیت پیاوړتیا ده.
افغاني سره میاشت د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو په پیاوړتیا سره هڅه کوي؛ څو اړمنو خلکو ته پر وخت، معیاري او اغېزمن روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
