کابل؛ د پنځو قلمه نشراتي توکو د چمتو کولو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه
یکشنبه، ۹ ربیعالأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له نمونې سره سم د پنځو قلمه نشراتي توکو د چمتو کولو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.
په یادو توکو کې بیرغونه او پایې، د ښوونځي بکسونه، کیلي بندونه، د څرمنې دوسیې او دېوالي ساعتونه شامل دي.
دغه ناسته د افغاني سرې میاشتې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري جوړه شوې وه، چې شپږو سوداګریزو، چاپي او لوژستیکي شرکتونو پکې ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده، چې د داوطلبۍ د اسنادو له کره کتنې او ارزونې وروسته به د یادو توکو د چمتو کولو قرارداد د نافذه اصولو او شرایطو له مخې ګټونکي شرکت ته وسپارل شي.
