د کارموندنې خبرتيا!
Publish Date
Closing Date
Location
ننګرهار
د دندې عنوان: ښځینه رواني داکټره
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: ننګرهار
د بست ډول: رسمي، درېیم بست
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : HR@0277
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۸/۲/۷
۱۴۰۵/۵/۱
2026/23/July
د دندې تفصیل:
کلینیکي پاملرنه او د ناروغانو اداره:
• د ماشومانو د رواني ناروغیو په ګډون جامع رواني ارزونې، معاینات او تشخیصي مرکې ترسره کول.
• د هر ناروغ لپاره د درملنې انفرادي پلانونه جوړول، تطبیقول او څارنه یې کول.
• د افغانستان کلتوري شرايطو په پام کې نیولو سره د عامو رواني ناروغیو لکه اضطراب، خپګان او له ټراما وروسته د رواني فشار (PTSD) درملنه کول.
• هغو ناروغانو ته په کور کې د ګرځنده روغتیایي ټیم له لارې خدمتونه وړاندې کول، چې مرکزونو ته د تګ توان نه لري.
• په بستري (Inpatient) او بېرونیو (Outpatient) څانګو کې له ۲۴ ساعته دوامدارې درملنې څخه ډاډ ترلاسه کول.
• هغه ناروغان پېژندل، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، تاوتریخوالی پېښوي او د ځان وژنې له خطر سره مخ وي او د اړتیا په صورت کې لوړو تخصصي خدمتونو ته راجع کول.
۲. اسناد او راپور ورکول
• د عامې روغتیا وزارت (MoPH) د معیارونو له مخې د ناروغانو بشپړ، پر وخت او دقیق طبي ریکارډونه ثبتول (د ناروغ تاریخچه، تشخیص او د درملنې پلانونه).
• د رواني روغتیا د فعالیتونو په اړه اونیز او میاشتني راپورونه ترتیبول.
• د ناروغانو د معلوماتي ډېټابېسونو سمه ساتنه کول او تنظیمول.
۳. همغږي او روزنه
• د څو رشتوي ټیم (Multidisciplinary Team) د غړي په توګه له نرسانو، سلاکارانو او نورو متخصصینو سره نږدې همکاري کول.
• کارکوونکو په ځانګړي ډول نرسانو او سلاکارانو ته د دندې پر مهال روزنه، کلینیکي څارنه او تخنیکي ملاتړ برابرول.
• د رواني روغتیا د پوهاوي پروګرامونو او ټولنې ته د لاسرسي (Community Outreach) په فعالیتونو کې ګډون کول.
د دندې شرایط:
۱ – د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ام ډي او ارواه پوهنې تایید شوی تحصیلي سند درلودل.
۲- د رواني روغتیا برخه کې یو کال کاري تجربه او یا د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا د کورس تایید شوی سند درلودل.
۳- د هېواد په رسمي ژبو ( پښتو او فارسي) پوهېدل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.
د عامې روغتیا وزارت د اګزېټ ازموینې سند درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.