بدخشان کې څه باندې ۱۸۰۰ ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي
چهارشنبه، ۱۷ ذوالحجه ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۰۲۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ۸۵۰ ناروغانو او مراجعینو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمات ترسره کړي دي.
