ميدان وردګ کې ۱۹۷ سيلاب ځپلو کورنيو سره د افغاني سرې مياشتې له لوري مرسته وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲۳
مساعدت های جمعیت افغانی سره میاشت برای ۱۹۷ فامیل در ولایت میدان وردگ!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۲۲مه د ميدان وردگ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ۱۹۷ سيلاب ځپلو کورنيو سره د نړيوال فدراسیون د DREFF پروژې له مخې هرې کورنۍ اته ۸ قلمه خوراکي توکي وویشل شول.

په یاده ۸ قلمه خوراکي مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای، یوه قطعۍ BP۵ بسکوټ او ۱۰ لیتره غوړي شتون لري.

ددې تر څنګ ۱۳ قلمه غیر خوراکي مواد هم وویشل شول، چې په کې ۷ کمپلې، ۲ ترپال، ۱ ديګ بخار، ۱ ديګ، ۱ چاقو، ۱ څمڅۍ، ۵ قابونه، ۵ کاسې، ۵ قاچوغې، ۱ دسترخوان، ۱ د اوبو سطل او ۲ د اوبو بوشکې شاملې دي. همدا ډول یو هایجن کیټ هم په مرسته کې وویشل شو.

د یادې مرستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د سویل لویدیځ زون رییس مولوي الیاس خېل ناصري وویل، چې دوی په پام کې لري، چې په څو ورځو کې دننه به ۱۰۳ نورو سېلاب ځپلو کورنیو ته هم په میدان وردګ کې یاده مرسته وویشي.

 

مساعدت های جمعیت افغانی سره میاشت برای ۱۹۷ فامیل در ولایت میدان وردگ!

 

مساعدت های جمعیت افغانی سره میاشت برای ۱۹۷ فامیل در ولایت میدان وردگ!

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۳
Background image

غور کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

سې شنبه، ۱۸ ذوا لقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د غور ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۳۶۳ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۹:۳۸
Background image

کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي زده کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دې ادارې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځینه زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۷:۴۳
Background image

دایکندي کې سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د دایکندي ولایت د خدیر او میرامور ولسوالیو هغو ۲ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS