کندهار کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۲۱:۵۰
کندهار کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

کندهار ولایت کې نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۲مه نېټه پر ۳۰ جنګ ځپلو، وچکالۍ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو د افغاني سرې میاشتې له لوري د پاکستان هېواد رالېږلې مرسته وویشل شوه. په یاده مرسته کې ۱۰ کیلو، ۵ کیلو وریژې، ۲ کیلو بوره، ۱ لیتر غوړي او یو د UNFPA ډیګنیتي کیټ شامل دي.

تېره ورځ هم کندهار ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۵۰ کورنیو ته یاده مرسته ویشل شوې وه.

له دې وړاندې د پاکستان پر رالېږلې مرسته سربېره په تېرو درې اونیو کې د کندهار ولایت په نهمه ناحیه کې هم ۴۰۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته د نړیوال فدراسیون له لوري د خوراکي توکو چمتو شوې مرستې ویشل شوې وې.

 

کندهار کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

ننګرهار؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۷۸۸۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۷:۱
Background image

لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

د دغې مرستې له مخې، هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

BACK TO NEWS