په افغاني سرې میاشت کې خالي بستونو ته درېیمه ازموینه واخیستل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۴ - ۱۴:۱۲
اخذ دور سوم امتحان بست خالی جمعیت هلال احمر افغانی!

د سرې میاشتې د عمومي رییس د لارښوونې پر بنسټ د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم پر ۲۳مه د یکشنبې په ورځ د سرې میاشتې د خالي بستونو لپاره له نوماندانو او هغو پخوانیو کارکوونکو څخه تحریري او تقریري ازموینه د ټاکل شوي کمیسیون له لوري واخیستل شوه، چې غواړي خپل اوسني بستونه تبدیل کړي. په ټاکل شوي کمیسیون کې په ملاتړیزو چارو کې د جنرال سکرتر مرستیال محترم الحاج محمد طیب یوسفزي، د کورنۍ پلټنې رییس مولوي محمد نسیم احمدي، د بشري سرچینو رییس محترم نورالحق یوسفي، د سرې میاشتې د مطبوعاتو امر او ویاند محترم نور اغا صاحبزاده او د بشري سرچینو د ریاست اجرایوي مدیر محمد راوید اعظمي ګډون درلود.
یاده ازموینه چې د خپرونو او اطلاعاتو د ریاست په تالار کې واخیستل شوه؛ په کې ۵۷ تنو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

هرات؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۶ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۹۷۳ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۴:۴۲
Background image

کابل؛ ۲۱ راستنې شوې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۵ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۲۱ راستنې شوې کډوالې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

BACK TO NEWS