کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د ځاځي اریوب له قومي مشرانو سره وکتل

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۴۶
K

دوشنبه، ۲۱ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مرکزي دفتر کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې د یادې ولسوالۍ د اړمنو، بې‌ وزلو، داخلي بې‌ ځایه شویو او راستنو شويو کډوالو کورنیو ستونزې او اړتیاوې واورېدې.

په دې کتنه کې قومي مشرانو د خپلې سیمې د زیانمنو کورنیو د وضعیت او بېړنیو اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هغوی د ستونزو د حل او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د افغاني سرې میاشتې د هر اړخيزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د هغوی د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل، چې دغه ټولنه د خپلو بشري فعالیتونو په ترڅ کې د #هېواد په بېلابېلو سیمو کې له اړمنو او زیانمنو کورنيو سره مرستې کوي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د ځاځي اریوب ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې هڅې وکړي.

د کتنې په پای کې قومي مشرانو د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو ستاینه وکړه او د یادې ولسوالۍ له زیانمنو او بې‌ وزلو کورنیو سره یې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

افغاني سره میاشت د هېوادوالو د اړتیاوو د درک او اړمنو خلکو د ملاتړ په موخه هڅه کوي، چې د خپلو بشري امکاناتو په چوکاټ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زیانمنو کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۳۶
Background image

کندهار؛ پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۸ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۲۲ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې پر ۴۰۰ هغو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ وې، د شپږم او وروستي پړاو په ترڅ کې ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۳۶
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د نبوي سیرت ازموینې پایلې اعلان شوې

سې‌ شنبه، ۲۲ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کارکوونکو د نبوي سیرت د ورځنیو زده کړو د ارزونې په موخه اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د ځاځي اریوب له قومي مشرانو سره وکتل

دوشنبه، ۲۱ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مرکزي دفتر کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې د. . .

BACK TO NEWS