د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د نړیوال فدراسیون له مشر او مرستیال سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۸/۲۱ - ۹:۱۶
مولوی مطیع الحق خالص سر پرست ریاست عمومی سرمیاشت با رئیس ومعاون فدراسیون بین‌المللی صلیب سرخ وهلال احمر ملاقات نمود.

نن د ۱۴۰۰لمریز کال د لړم پر ۱۹مه د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون له رییس نیسفوړ او مرستیال نیلسن سره د سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د نړیوال فدراسیون نوی ټاکل شوی مرستیال نیلسن او په افغانستان کې د نهضت د غړو د همغږۍ آمره نینکا بوسکما (په غیاب کې) محترم مولوي مطیع الحق خالص ته معرفي کړل شول.
ددې تر څنګ په دې ناسته کې د سرې میاشتې د ښه فعالیت او د افغانانو مشکلاتو ته د لاسرسي په اړه خبرې وشوې. د افغاني سرې میاشتې رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص هیله وښوده، چې له نړیوال فدراسیون سره به ګډ کار کوي او دواړه لوري به په ګډه د خیریه چارو په ترسره کولو کې لاسونه ورکوي.
افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مشر نیسفوړ وویل، چې دوی اراده لري په دوه اونیو کې دننه یوه اندازه خوراکي توکي سرې میاشتې ته وسپاري او له دې وروسته به خوراکي مواد دننه په افغانستان کې پېري. د نړیوال فدراسیون له لوري د دغه اقدام هوډ د محترم مولوي مطیع الحق خالص له لوري وستایل شو او ویې ویل، چې په دې کار سره به د افغانستان پرېوتی اقتصاد وده وکړي. نوموړي وویل، چې دوی به هڅه وکړي چې د نړیوال فدراسیون له لوري دوی ته سپارل کېدونکي خوراکي توکي اړمنو وګړو ته پر وخت ورسوي ترڅو د هوا د یخنۍ له امله خراب نشي.
ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مشر ته وویل، چې دی هڅه کوي په افغاني سره میاشت کې وړ او په کار پوه کسان وګوماري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

ارزګان؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۴۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

سرپل او جوزجان کې ۸۰۰ اړمنو او راستنو شویو کورنیو ته ۱۶ ټنه لوبیا ووېشل شوه

شنبه، ۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۰۰ اړمنو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته په سرپل او ۴۰۰ کورنیو ته په جوزجان ولایت کې د خوراکي مرستو په لړ کې ۱۶ ټنه لوبیا. . .

BACK TO NEWS