په کابل کې له «۱۰۰» کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د خوراکي توکو مرسته!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۸ - ۸:۱۶
مساعدت مواد غذایی جمعیت هلال احمر افغانی برای 100 خانواده در ولایت کابل !

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي او په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر ښاغلي جهاد ارګین ای د سرې میاشتې د کابل څانګې له لوري ۱۰۰ اړمنو او بې بضاعته کورنیو ته د ترکي سرې میاشتې په مرسته څلور قلمه خوراکي توکي: «اوړه، وریژې، غوړي او مکروني» و وېشل.

په پیل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس ښاغلي مولوي سیدصفت الله قریشي د ترکیې هیواد سفیر ته د ګلونو د ګیډۍ په ورکولو سره ښه راغلاست و ویل او د یوې ناستې په ترڅ کې یې د یاد هیواد له دوامداره مرستو څخه د مننې ترڅنګ د یادو مرستو د لا پراختیا او دوام غوښتنه وکړه.

بل پلو د ترکیې هیواد سفیر ښاغلي جهاد ارګین ای د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي ته مبارکه ورکړه او ژمنه یې وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې او افغانستان له کړاو ځپلوو وګړو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوو. نوموړي هیله مندي وښوده ترڅو د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ولایتي استازولیو څخه هم لیدنه وکړي، چې د سرې میاشتې د رئیس له لوري ورته ښه راغلاست و ویل شول.

همدارنګه یې د افغاني سرې ټولنې رئیس او ورسره ټیم ته د ترکیې په سفارت کې د مېلمستیا بلنه ورکړه چې د مولوي سیدصفت الله قریشي له لوري قبوله او د ترکیي هیواد سفیر یې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته را دعوت کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۶
Background image

کابل؛ د پنځو قلمه نشراتي توکو د چمتو کولو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

یکشنبه، ۹ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له نمونې سره سم د پنځو قلمه نشراتي توکو د چمتو کولو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

په یادو توکو کې بیرغونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۶
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

یکشنبه، ۹ ربیع الأول ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۹۴۲ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۵
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۸ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قلعه وزیر سیمه کې یوې هغې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه، چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زيان. . .

BACK TO NEWS