د بېلابېلو رغنیزو چارو په موخه د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

شنبه، ۱۷ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د نورستان نمایندګۍ ریاست د مېلمستون ودانۍ د انګړ دېوال او کاپيسا ولایت نمایندګۍ د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز د انګړ دېوال د رغونې په پار د داوطلبۍ جلا جلا ناستې وشوې.
یادو ناستو کې ۶ ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې د رغولو قراردادونه په شرایطو برابرو ګټونکو شرکتونو ته ورکړل شي.