د افغاني سرې میاشتې ټولنې کلنی لوی کنفرانس!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۵:۵۷
د افغاني سرې میاشتې ټولنې کلنی لوی کنفرانس!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۲۰۲۰ /۱۳۹۹مالي کال پر کړنو ( لاسته راوړنو، ستونزو او حل لارو) یو ورځنی ملي کنفرانس د افغانيسرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکتر میرویس اکرم، سکرترجنرالې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، د ملي ټولنې د بوردغړی او د ټولو خزاندار ښاغلي محمد نعیم دیندار، په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوالفدراسیون درنو استازو ښاغلي پییر او ښاغلي اسامه عبدالعزیز، د ترکیې هیواد د سرې میاشتې ښاغلي استازي، د ملي ټولنې د مرکزيدفتر، سیمه ایزو دفترونو او اړوندو څانګو مسؤلینو په ګډون د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې پر څلورمه نیټه په لاره واچول شو.

یاد کنفرانس چې د لمړي ځل لپاره  د ملي ټولنې د مشرتابه په نوښت او د ولایتي چارو د تنظیم ریاست په زیار او کوښښ په لاره اچولشوی و، د ملي ټولنې د ۲۰۲۰ / ۱۳۹۹مالي کال د لاسته راوړنو، ستونزو او حل لارو په اړه هر اړخیز بحث وشو؛ چې په لړ کې یې د مليټولنې د رهبرۍ غړو او د سره صلیب او نړیوال فدراسیون درنو استازو خپل اندونه او موندنې په بشپړه توګه شریکې کړې.

ورپسې د سرې میاشتې د اوو زونونو مسؤلینو او د مرکزي دفتر پروګرامي ریسانو خپل بشپړ کلني ریپوټونه، لاسته راوړنې او وړاندیزونهپر خپل وار سره وړاندې کړل.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوی خزاندار او د رهبرۍ د بورد غړي ښاغلي محمد نغیم دیندار کنفرانس راټول (جمع بندي) اود دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۷:۱
Background image

لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

د دغې مرستې له مخې، هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

ارزګان؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۴۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS