کندهار انځرګي کمپ کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۲۱:۰
خبر

کندهار انځرګي کمپ کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

 نن یکشنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي کمپ کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو  ۱۰۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول چې پکې ورېژې، غوښه، لوبیا، سلاد، ګرمه ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه شاملې وې.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ورځو کې هم د انځرګي په کمپ کې پر راستانه شویو کډوالو ۲۴،۰۰۰ خوراکه پاخه خواړه وېشل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۱
Background image

تخار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ووېشل شوې.

یادو کورنيو د استوګنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

BACK TO NEWS