د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ختیځ زون د رواني ناروغانو له مرکز څخه لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۹:۵۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ختیځ زون د رواني ناروغانو له مرکز څخه لیدنه وکړه!

نن دوشنبه د شوال د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د خپل کاري سفر په ترڅ کې له مل پلاوي سره د ختیځ زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مرستیال د رواني ناروغانو د مرکز له بېلا بېلو برخو لکه خوب خونو، پخلنځي، 
تشنابونو او تفرېح ځايونو  د لیدنې ترڅنګ اړونده مسٸولينو ته په کاري ماحول کې پر اخلاص، امانتدارۍ او رښتينولۍ تاکيد وکړ، د دوى ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل او ژمنه يې وکړه چې د دوى وړانديزونو ته به زر تر زره رسېدګي وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

BACK TO NEWS