کاپيسا ولايت کې ٦٢٩١ تنه اړمنو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۲
خبر

کاپيسا ولايت کې ٦٢٩١ تنه اړمنو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٠٣٤ ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٣٢٠ تنه ټپیانو ته د پانسمان، ٣١٣ مېرمنو او ماشومانو ته له بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٧٨٠ کسانو ته د روغتیا ساتنې په اړه د اړینو مشورو او ٤٥٥ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو وړاندې کولو سربېره د ٢٥٦ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته یې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي ورکړي دي، د دې ترڅنګ یې ١٣٣ مېرمنو ته د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۷:۱۸
Background image

هرات؛ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د کاروبار د پیاوړتیا لپاره اړین وسایل ووېشل شول

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري، د هانګ کانګ سره صلیب په مالي او د ډنمارک سره صلیب په تخنیکي ملاتړ، د هرات ښار او ګذره ولسوالۍ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د ۱۵۷ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۷
Background image

کابل؛ د مالي مدیرانو لپاره ۱۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري د مرکز، سیمه‌ ییزو زونونو، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونو او مرستونونو ۲۴ مالي مدیرانو ته د مالي محاسبې، مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۰
Background image

افغاني سره میاشت؛ پکتيا کې د زرګونو اړمنو ناروغانو درملنه شوې

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۷۴۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

BACK TO NEWS