‏‎لوګر ولايت کې ١١٨٠٥ تنو ته روغتیایي خدمات!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۲۳
خبر

‏‎لوګر ولايت کې ١١٨٠٥ تنو ته روغتیایي خدمات!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٤٦٧٦ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ١٥٩ تنو ټپیانو پانسمان، ٥٧٥ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٤٥٨١ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٦٩ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ١٣٨٦ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ١٥٩ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۹:۵۲
Background image

لغمان؛ پر ۳۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې پر ۳۵ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول.

په هر خوراک کې یو پارسل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۴
Background image

د نورستان سېلاب؛ په پارون کې د نادرکو کسانو د لټون عملیات لا هم روان دي

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د نورستان ولایت د مرکز پارون په سېلاب ځپلو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ځانګړي ټیمونه د اړوندو ادارو په همغږۍ، د نادرکه شوو کسانو د لټون پر عملیاتو بوخت دي.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د نورستان سېلاب ځپلو ته د سعودي عربستان بېړنۍ مرسته؛ د خوراکي توکو ۵۰۰ کڅوړې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د تېرې پنجشنبې په ورځ، د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له زیانمنو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS