کابل مرکزي مرستون کې له داخلي مشمولینو سره د غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۳:۲۵
خبر

کابل مرکزي مرستون کې له داخلي مشمولینو سره د غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه!

د افغاني سرې میاشتې له لوري کابل مرکزي مرستون کې د بریتانیا د سره صلیب په مالي همکارۍ پر ۲۶ داخلي مشمولینو کورنیو د څلور سوه اولس زره او څلوېښت
( ۴۱۷،۰۴۰) افغانیو په ارزښت د بېلابېلو غیرې خوراکي توکو او روغتیایي بستو مرسته ووېشل شوه، په ترسره شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲ کمپلې، ۱۸ متره فرش، يو ۶ کیلویي د ګاز بالون، ۱ پلاستيکي سطل، ۲۴ د جامو او لاسو وینځلو صابونونه، د غاښونو کریم،  د پخلنځي او د حمام اړوند ځينې نور وسایل ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قطر سرې میاشتې له نوي مشر سره تعارفي کتنه وکړه

شنبه، ۱۵ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له نوي مشر ښاغلي بهاء الدین النجومي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۱۷
Background image

لغمان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لغمان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۳۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۵۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون په کچه، په کندز ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۵۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو. . .

BACK TO NEWS