د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال د نړیوال سره صلیب د همکاریو له مسئول سره د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو برابرولو په موخه وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۳:۱۹
خبر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال د نړیوال سره صلیب د همکاریو له مسئول سره د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو برابرولو په موخه وکتل!

نن سه شنبه د رمضان میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د همکاریو له مسئول ښاغلي ربیع الفقیه سره هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د لاسنيوي او ستراتېژيک پلان برخه کې د همکارۍ په تړاو ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي عبدالسلام د ګډو فعاليتونو پر مهال د سره صلیب نړيوالې کمېټې له هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ څخه د مننې ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې په ستراتېژيک پلان کې د مرستې او همغږۍ او راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د همکاریو مسئول له افغاني سرې میاشتې سره د همکاريو د دوام ډاډ څرګند کړ او راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو برابرولو سربېره يې د څښاک لپاره د پاکو اوبو برخه کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قطر سرې میاشتې له نوي مشر سره تعارفي کتنه وکړه

شنبه، ۱۵ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له نوي مشر ښاغلي بهاء الدین النجومي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۱۷
Background image

لغمان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لغمان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۳۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۵۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون په کچه، په کندز ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۵۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو. . .

BACK TO NEWS