فاریاب ولایت کې پر ۴۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۷:۳۸
خبر

فاریاب ولایت کې پر ۴۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن بنجشنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۲۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو  له ۴۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره په ټولیزه توګه ۶۷.۹۵۰ ټنه د خوراکي توکو تر څنګ ۴۵۰ د روغتیا ساتنې بستو مرسته هم ترسره شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو شین چای، نیمه کیلو بیسکوټ او یوه د روغتیا ساتنې بسته ورکړل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۳۴
Background image

کابل؛ یو خیرپال هېوادوال د اړمنو د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۶۱ زره افغانۍ مرسته وسپارله

شنبه، ۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د ‎ بشري فعالیتونو د پراختيا او له ‎ اړمنو کورنیو سره د مرستې په موخه، یو خیرپال هېوادوال ښاغلي میر مرتضی ۶۱ زره افغانۍ ‎ نغدي مرسته د دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۲۵
Background image

نورستان کې د مرستو درېیمه ورځ؛ ۱،۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ درېیمې ورځې ته ورسېده، چې نن هم د اور مړو او کمو سيمو کې ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

BACK TO NEWS