په چين هېواد کې د ‏افغانستان سره د بشري مرستو او همکاريو د دوام او پياوړتيا په موخه ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۹ - ۱۹:۱۱
خبرونه

په چين هېواد کې د ‏افغانستان سره د بشري مرستو او همکاريو د دوام او پياوړتيا په موخه ناسته ترسره شوه

نن جمعه د جمادي الأولی د میاشتې پر ٢٧مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي چين هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د نړيوال فدراسيون د اسيا څانګې له مسٸول ښاغلي الکساندر متيو سره  په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو او همکاريو د پياوړتيا په موخه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ددې خيريه ملي ټولنې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او په بېلابېلو برخو کې د خپلو بشرپالو خدماتو په اړه هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړل، نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري وضعيت او د نړيوالو مرستندويه ادارو د مرستو د اغيزمنتيا په اړه د وينا ترڅنګ د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو د ملاتړ او د ژمي په موسم کې د ناچاره او اړمنو وګړو د لاسنیوي په پار د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي متيو  د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو خدماتو او فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ يادونه وکړه چې مونږ د سرې مياشتې د ملاتړ په برخه کې بشپړه ژمنتيا لرو او بشري ستونزو د حل په برخه کې يې د ګډو هڅو او دوامداره مرستو ترسره کولو ژمنه وکړه.

دواړو خواوو د راتلونکي لپاره د ګډو همکاريو په برخه کې د نوو پلانونو په تړاو هم هر اړخیز بحث ترسره کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۷:۱۸
Background image

هرات؛ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د کاروبار د پیاوړتیا لپاره اړین وسایل ووېشل شول

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري، د هانګ کانګ سره صلیب په مالي او د ډنمارک سره صلیب په تخنیکي ملاتړ، د هرات ښار او ګذره ولسوالۍ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د ۱۵۷ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۷
Background image

کابل؛ د مالي مدیرانو لپاره ۱۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري د مرکز، سیمه‌ ییزو زونونو، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونو او مرستونونو ۲۴ مالي مدیرانو ته د مالي محاسبې، مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۰
Background image

افغاني سره میاشت؛ پکتيا کې د زرګونو اړمنو ناروغانو درملنه شوې

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۷۴۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

BACK TO NEWS