د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې ۱۲۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار په بدل کې د پیسو په پروګرام کې د یوې میاشتې په ټولیزه توګه یو میلیون او اته سوه شپېته زره (۱،۸۶۰،۰۰۰) افغانۍ مزد ورکړل شو.

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۸:۴۸
خبرونه

نن شنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ۹مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې ۱۲۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار په بدل کې د پیسو په پروګرام کې د یوې میاشتې په ټولیزه توګه یو میلیون او اته سوه شپېته زره (۱،۸۶۰،۰۰۰) افغانۍ مزد ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې هر مسلکي کارګر ته په ورځني ډول ۱،۰۰۰ او هر غیر مسلکي کارګر ته ۵۰۰ افغانۍ وسپارل شوې.

====================================

امروز شنبه ۹ ربیع الآخر، از سوی هلال احمر افغانی در مجموع مبلغ یک میلیون و هشتصد و شصت هزار (۱،۸۶۰،۰۰۰) افغانی برای ۱۲۰ تن کارگر مسلکی و غیر مسلکی در ولسوالی امام صاحب ولایت کندز در پروگرام پول در بدل کار به مدت یکماه پرداخت شد. 
قابل ذکر است که به هر کارگر مسلکی روزانه مبلغ ۱۰۰۰ افغانی و به هر کارگر غیر مسلکی روزانه مبلغ ۵۰۰ افغانی سپرده شد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۱
Background image

فارياب ولايت کې ٩٠٣١ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٣٦١ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٤٩. . .

BACK TO NEWS