کابل ولايت کې ۳۱۳۵۸ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۵۷
خبرونه

کابل ولايت کې ۳۱۳۵۸ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د کابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې ۱۵۵۵۸ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۸۷۷ تنو ټپیانو پانسمان، ۷۴۶۴ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۴۴۶۵ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۸۵۴ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۶۳۰ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۵۱۰ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

در ولایت کابل برای ۳۱۳۵۸ تن خدمات صحی ارائه شد. 

در طی یک ماه گذشته، کارمندان صحی هلال احمر افغانی در مناطق مختلف ولایت کابل برای ۱۵۵۵۸ تن ادویه لازم را فراهم نموده اند. ۸۷۷ مجروح پانسمان و برای ۷۴۶۴ زن و کودک جهت جلوگیری از بیماری های مختلف واکسین تطبیق نموده. نیز برای ۴۴۶۵ تن مشوره های لازم در مورد حفظ الصحه ارائه و به ۸۵۴ زن خدمات نسايی ولادی صورت گرفته. همچنان برای ۱۶۳۰ کودک مبتلا به سوء تغذی مواد غذایی مخصوص فراهم و برای ۵۱۰ زن در مورد تنظیم امور خانواده گی مشوره های لازم ارائه شده است.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS