‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له مسئولې او مل پلاوي سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۱۰
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له مسئولې او مل پلاوي سره وکتل!

نن د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي الحافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک سره صلیب له مسؤلې اغلې کرین، په افغانستان کې د ډي آر سي له مسؤل ښاغلي تورسن او مل پلاوي سره تعارفي ناسته وکړه. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د دوی په لیدو خوښي وښوده او له افغاني سرې میاشتې سره د ډنمارک د سره صلیب له بشرپاله مرستو یې مننه وکړه، نوموړي ياد پلاوي ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترسره کېدونکو فعالیتونو په اړه بشپړ او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې اغلې کرین د افغاني سرې میاستې د بشرپالو خدماتو د ستاینې ترڅنک سرپرست عمومي رئیس او مرستیال ته دنده کې د خدمت او کامیابۍ هیله څرګنده کړه او  دې خيريه ملي ټولنې سره یې د لا ډېرو همکاريو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۵
Background image

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له کاري شریکانو سره وکتل

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له کاري شریکانو سره وکتل

نن چهارشنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور ددې. . .

BACK TO NEWS