افغاني سرې میاشتې په تېرو ۳۰ ورځو کې د خپل ګرځنده روغتیایي ټیم، ثابت کلینیک او فرعي کلینیکونو پر مټ د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۳۵۴۷۷ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۹:۲۲
خبرونه

افغاني سرې میاشتې په تېرو ۳۰ ورځو کې د خپل ګرځنده روغتیایي ټیم، ثابت کلینیک او فرعي کلینیکونو پر مټ د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۳۵۴۷۷ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

د یادو ناروغانو له جملې د ۱۳۱۵۹ تنه داخله ناروغانو معاینات او درملنه شوې، ۱۶۳۹ مېرمنو ته له زېږون وړاندې او وروسته معاینات ترسره شوي، ۵۷۹۸ مېرمنو او ماشومانو ته مختلف واکسینونه تطبیق شوي، د ۳۴۷ ټپیانو پانسمان شوی، ۳۸۲۴ مېرمنو ته د کورني تنظیم په اړه پوهاوی ورکړل شوی، ۲۹۵۸ خوارځواکو ماشومانو ته د ځانګړو خوراکي توکو د ورکړې ترڅنګ ۷۷۵۲ تنو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړل شوی

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS