نن د صفر د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسؤل ښاغلي نېسېفور مګېنډي او مل پلاوي سره وکتل

نن د صفر د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسؤل ښاغلي نېسېفور مګېنډي او مل پلاوي سره د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې مرکز کې د څښاک لپاره د اوبو برابرولو په موخه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون د همکاریو او مالي ملاتړ مننه وکړه او له دوی څخه یې د رواني ناروغانو او راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي په برخه کې د لا ډېرو همکاریو او مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي مګېنډي په خبرو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ وویل: " څه موده وړاندې مو له خپل سیمه ییز مسئول ښاغلي الکساندر متیو سره په ګډه د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې له مرکزه لیدنه وکړه، د یاد مرکز تر لیدنې وروسته ښاغلي متیو ۵۰ زره امریکایي ډالر د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې له مرکزونو د ملاتړ او مرستې په موخه ځانګړي کړل.
دا راز ښاغلي مګېنډي ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به هم د ملي ټولنې د پراختیا، ظرفيت لوړاوي او لومړنیو مرستو په برخه کې همکاریو ته دوام ورکړي.