دافغاني سرې میاشتې له لوري په فراه ولایت کې روغتیایي خدمتونه ترسره شول
فغاني سرې میاشتې د فراه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خپلو روغتیایي کارکوونکو پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې ۸۲۴۴ وګړو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
په یاده موده کې ۲۳۳۴ تنو ته له معاینې وروسته په وړیا توګه درمل ورکړل شوي، د ۱۷۹ ټپيانو پانسمان شوی، ۱۵۵۵ ښځو او ماشومانو ته بېلابېل واکسينونه تطبیق شوي، ۳۷۴۵ تنو ته روغتيايي مشورې او ۴۱۷ میندو ته له ولادت وړاندې او وروسته د ځان د روغتيا ساتنې اړوند لارښوونې شوي. همدا ډول ۱۴ خوارځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي هم ورکړل شوي.