د افغاني سرې میاشتې د معاون د معرفت غونډه ترسره شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۱:۵۳
خبرونه

نن د محرم الحرام د میاشتې پر ۱۴مه، د افغاني سرې میاشتې نوی مرستیال ښاغلی الحـ.ـ.ـافـ.ـ.ـظ عـ.ـ.ـزیز الرحـ.ـ.ـمن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د يادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
ناسته چې د قرآنکريم په مبارکو ایتونو پيل شوه؛ ورپسې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور د افغاني سرې میاشتې نوي مرستیال ته ښه راغلاست ووایه او د هغه د تېرو خدمتونو د ستاینې تر څنګ یې نوموړي ته په نوې دنده کې د الله سبحانه و تعالی له درباره د لا ډېرو بريالیتوبونو غوښتنه وکړه.
دا راز ښاغلي دلاور افغاني سره میاشت د پېښځپلو، اړمنو او بې سرپرسته هېوادوالو د لاسنیوي مرکز ياد کړ او له اړوندو رئیسانو او کارکوونکو یې وغوښتل چې د بشري خدمتونو په ترسره کولو په ژمنتیا، امانتدارۍ او رښتينولۍ خپلې چارې مخته يوسي.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې نوي مرستیال ښاغلي الحافظ عزيزالرحمن په خپلو څرګندونو کې تغير او تبدیل د یوې ادارې مهم اصل وباله او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پر حکم يې خوښي څرګنده کړه، همدا ډول په نوې دنده کې د ښو خدمتونو ترسره کولو د ژمنې ترڅنګ یې ددې خيريه ملي ټولنې رئيسانو او کارکوونکو ته د بشپړې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

پکتیا کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروژه، چې موخه یې د ۲۹۲ مترو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د مرکزي ریاستونو د مسئولینو سره مشورتي ناسته وکړه

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي روح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۱
Background image

بغلان کې پر اړمنو بزګرانو څه کم ۱۶ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله له ۶۲۵ اغېزمنو شوو بزګرانو سره په ټوله کې پنځلس میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت. . .

BACK TO NEWS