د مشعل بیات ښوونځي پر ۱۰۶۵ زده کوونکو قرطاسیه او بکسې ووېشل شوې
چهارشنبه، ۷ جمادى الاخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې ادارې اړوند د کابل مشعل بیات ښوونځي پر ۱۰۶۵ زده کوونکو قرطاسیه او بکسې ووېشل شوې.
د یادو توکو د وېش مراسمو کې په افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې رئیس نعیم الله کریمي، د ترکيې سفارت استازي کان دېزدار، د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو رئیس مولوي شفیق الله امیني، د ښوونځي آمر او یو شمېر ښوونکو ګډون درلود.
دا مرسته چې په افغانستان کې د ترکيې سرې مياشتې له لوري چمتو شوې وه، هر زده کوونکي ته يوه بکسه چې قلمونه، کتابچې، پنسل پاک او ځينې نور د اړتيا وړ درسي توکي په کې شامل وو، ووېشل شول.
