‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له کاري شریکانو سره وکتل

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۵
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له کاري شریکانو سره وکتل

نن چهارشنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور ددې خیریه ملي ټولنې له کاري شریکانو ( په افغانستان کې د آی سي آر سي، نړيوال فدراسيون، قطرسرې میاشتې، ترکیې  سرې میاشتې او د ناروې د سره صلیب له مسؤلینو) سره د ژمي موسم ته د چمتووالي او همکاریو د دوام په موخه په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې د کاري شریکانو له دوام داره او هر اړخيزو همکاريو د مننې ترڅنګ د مرستو په رسونه کې د بشپړ شفافیت او روڼتیا ډاډ ورکړ. نوموړي ددې خیریه ملي ټولنې له کاري شریکانو څخه د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې اړمنو، پېښځپلو او له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د خوراکي، غیر خوراکي، روغتیایي او سون توکو په برخه کې
  د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه. 
یادو کاري شریکانو په خپلو خبرو کې د اړمنو، پېښځپلو او راستنېدونکو کډوالو د لاسنيوي په پار د ژمې له سړې هوا څخه د ځان ساتنې اړوند توکو سربېره د خوراکي، غیر خوراکي توکو او روغتيايي موادو د چمتو کولو ژمنه وکړه او دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
https://youtube.com/@ARCSAfghanistan

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۱
Background image

فارياب ولايت کې ٩٠٣١ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٣٦١ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٤٩. . .

BACK TO NEWS