‏جوزجان ولايت کې ۱۰۱۹۳ کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۷:۴۸
خبر

‏جوزجان ولايت کې ۱۰۱۹۳ کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د جوزجان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۴۵۶۵ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۱۷۵ تنو ټپیانو پانسمان، ۶۰۰ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۳۳۵۵ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۳۴۷ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۹۶۶ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۸۵ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS