کابل؛ یوناما له افغاني سرې میاشتې سره د بشري او روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره د همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۴:۴۶
K

دوشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي کوونکي برونو لمارکي سره د بشري او روغتیايي همکاریو د پراختیا او لا ښې همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو او لومړیتوبونو په اړه معلومات وړاندې شول. شيخ الحديث دلاور وویل، افغاني سره میاشت د پېښو له امله له زیانمنو خلکو سره د بېړنیو مرستو، د اړمنو کورنیو د ځان‌ بسیاینې، رواني روغتیا، د زړه سوري ماشومانو د درملنې او راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا لپاره د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه او د بشري مرستو په رسولو کې یې پر ګډې همغږۍ ټینګار وکړ.

د یوناما مرستيال د افغاني سرې میاشتې بشري او روغتیايي خدمتونه اغېزمن وبلل او له دغې ادارې سره یې د همکاریو د پراختیا لپاره د دوامدارې همغږۍ شتون مهم وباله. نوموړي وویل، د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې د فعالو ادارو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ به د لا ښې همغږۍ لپاره ګډه ناسته هم ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۶:۳۴
Background image

کندهار؛ پر ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ۷.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د جګړو له امله پر ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ۷.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۵:۴۹
Background image

پروان؛ ۴۰ رضاکارانو ته د روغتیايي خدمتونو اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې ۴۰ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیايي خدمتونو اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۴:۴۶
Background image

کابل؛ یوناما له افغاني سرې میاشتې سره د بشري او روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره د همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ

دوشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي کوونکي برونو. . .

BACK TO NEWS