کابل؛ پنځو ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکو د پانګونې طرحې و ارزول شوې
یکشنبه، ۱۸ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د مرستیال حافظ عزیزالرحمن په مشرۍ په مرکزي دفتر کې ددې ادارې اړوند د کابل، غزني، ننګرهار، کندز او هرات ولایتونو پر ټاکل شوو ځمکو د پانګونې او عایداتي پروژو په اړه ناسته وشوه.
په ناسته کې د یادو ولایتونو پر ځمکو د بېلابېلو عایداتي پروژو د پلي کولو طرحې وړاندې شوې او د ځمکو د اغېزمن مدیریت او مناسبې استفادې پر لارو چارو هم بحث وشو، چې موخه یې له دغو ځمکو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغاني سرې میاشتې لپاره د عاید دوامداره سرچینې رامنځته کول او د ټولنې یو شمېر مهمې اړتیاوې پوره کول دي.
په ناسته کې د املاکو او ودانیو ریاست د مسؤولینو او یو شمېر کارکوونکو په شتون کې د وړاندیز شویو طرحو او د پانګونې د څرنګوالي په اړه پریزنټېشن هم وړاندې شو.
په ناسته کې پر داسې پروژو د تمرکز ټینګار وشو چې د افغاني سرې میاشتې عوایدو د زیاتولو ترڅنګ ټولنیزه ګټه هم ولري.
