کابل؛ د ښوونیز مرکز رضاکارو ښوونکو ته د غوره خدمتونو په پار تشویقي غونډه دایره شوه
سې شنبه، ۲۱ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په حضور کې د دې ادارې اړوند د ارزان قېمت سېمې د ښوونیز مرکز ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته د غوره خدمتونو او اغېزمنو فعالیتونو د ستاینې په موخه تشویقي غونډه دایره شوه.
د غونډې په ترڅ کې عمومي رئیس د اسلام له نظره د خیر رسونې، د انسانانو د خدمت او د اړمنو د لاسنیوي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د الله تعالی د رضا لپاره د خلکو خدمت ستر عبادت او لوی مسؤولیت دی.
ښاغلي دلاور، رضاکاران د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو مهمه او نه بېلېدونکې برخه وبلله او زیاته یې کړه، چې هغوی د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پېښځپلو، زیانمنو او راستنېدونکو هېوادوالو ته پر وخت او په بشپړ اخلاص بشري خدمتونه وړاندې کوي او د ټولنې د خدمت په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.
نوموړي د رضاکارو ښوونکو د ژمنتیا، نه ستړې کېدونکو هڅو او صادقانه خدمتونو ستاینه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د علم د خپرولو، د هېوادوالو د خدمت او د خیر رسونې دغه ارزښتناک رسالت ته په لا زیات اخلاص او مسؤولیت دوام ورکړي.
د غونډې په پای کې رضاکارو ښوونکو ته د غوره خدمتونو د ستاینې په پار ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.
