کابل؛ د ننګرهار او نیمروز ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د ۶ موټرو د کرایه کولو داوطلبي وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۶
K

چهارشنبه، ۲۶ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ننګرهار او نیمروز ولایتونو ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د ۶ موټرو د کرایه کولو په موخه د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته وشوه.

په پام کې ده چې له دغو ۶ موټرو څخه ۴ د ننګرهار او ۲ نور د نیمروز ولایتونو ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره وکارول شي.

د داوطلبۍ په دغه ناسته کې چې د افغاني سرې میاشتې د تهیه او تدارکاتو آمریت له لوري ترسره شوه، ۱۱ ترانسپورتي شرکتونو ګډون کړی و.

د ګډون کوونکو شرکتونو د اسنادو له کره کتنې او ارزونې وروسته به د موټرو د کرایه کولو قراردادونه له شرایطو سره برابر ګټونکو شرکتونو ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

لغمان، پنجشېر؛ له ۸۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۸۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۱۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې له ۷۰ او د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ په کرمان کلي کې له ۱۱ سېلاب ځپلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

کابل؛ د فنلنډ سره صلیب د پروژې د تجربو شریکولو ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۱۳ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په تخنیکي مرسته، د فنلنډ سره صلیب د هغې پروژې د تجربو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۶:۴۳
Background image

هرات؛ په څلورو ناحیو کې د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامعو نوي غړي وټاکل شول

شنبه، ۱۲ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په څلورمه، شپږمه، یوولسمه او پنځلسمه ناحیو کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکنې او پېژندنې غونډې ترسره شوې، چې په کې. . .

BACK TO NEWS